Home Page |About Quranic Medicine |Speeches

 

قرآنی روغتيا

“قرآن هغه نور دے چې تيارۀ پکښې نه موندل کيږی او هغه څراغ دے چې رڼا لره يې زوال نشته، هغه رسۍ ده چې رشته يې پياوړې ده، هغه پناهځاے دے چې څوکه يې اوچته ده، هغه سمندر دے چې تږی يې اوبۀ نه شی ختمولې،هغه شفاء ورکوونکے دے چې له ويرې او وحشت نه ډکې بيمارۍ له منځه وړی. قرآن د علم د چينو د زړۀ سپرلے، د عدل او انصاف سرچينه او د حقيقت صفا جاری نهر دے. نو بس خپل علاج له قرآن نه وغواړئ او مصيبتونو کښې له قرآن نه مرسته واخلئ او خپلې غوښتنې د قرآن په وسيله وغواړئ او له قرآن سره په دوستۍ سره د خداے لور ته مخه کړئ، ځکه چې له خداے پاک سره د بندګانو د نزديکت لپاره له قرآن نه بله ښه وسيله نشته ”

نهج البلاغه، د امام علی (ع) له ١٧٦ او ١٩٨ خطبو څخه

دا وېبپاڼه د قرآن مجيد له نظره د خوراک څښاک د کلتور په زمينه کښې د ګران او قدرمن څيړونکي ښاغلي استاد جمشېد خدادادی د اثارو د معرفی کولو، نشرولو او د هغۀ د څېړنو او تحقيقتاتو د نتائجو لپاره جوړه کړې شوې ده . ښاغلی استاد خدادادی په دې باندې په يقين سره چې هم هغه ډول چې خداے پاک فرمائيلی دی چې دا  قرآن د بيماريو شفاء ده له ١٣٦٨ هجری نمريز کال څخه په قرآن مجيد کښې د ذکر شويو خوراکونو په زمينه کښې يو لړ څېړنې پېل کړې. په دې لړ کښې د قرآن مجيد د درکولو لپاره د هغۀ انګېزې او زيات محنت هغه دې ته سم کړ چې د پخوانۍ زمانې د طبيبانو او د نوو ډاکټرانو کتابونه لت په لت کړی او دوديزاو ماډرن طب  په ښه توګه حاصل کړی چې د خپل نوې رودې او طريقې لپاره له  قرآنی سندونو نه علاوه د نننيو روغتيائی علم او پوهې سندونه هم ولری.

د دغه قدرمن د څېړنو په نتيجه کښې د علاج معالجې يوه نوې طريقه رامنځته شوې ده چې نوم يې ورته (( قرآنی روغتيا )) اېښودے دے.  هغۀ په دې طريقې سره تر اوسه پورې د ډېرو مشکل علاجه بيماريو لکه ايم اېس، تلاسيميا (د وينې پېدائشی کمی)، مېګرېن ( نيم سری، او بې اولادۍ (اېنډو مېتريوسېز او اېنفرټېلټی ) په شان بيماريو چې د ډاکټرۍ علم يې له علاج نه عاجز دے علاج کړے دے (( قرآنی روغتيا )) د معدې د هېليکو بېکټر ( د معدې جراثيم ) او اوريون  (اډی) غوندې بيماريو علاج په دريو ورځو کښې کوی او د مېګرېن او ټېروئيډ د زيات کارۍ او کم کارۍ علاج په پنځلسو ورځو کښې کوی.

ښاغلے استاد خدادادی خپل بيمار فقط په خوراکونو سره معالجه کوی او هيڅ دارو، درمل  ورته نه تجويز کوی. هغه وائی چې خداے پاک فرمائی چې انسان ته مې کرامت ورکړ چې ورته مې پاک خوراکونه ورکړل. نو د قرآن بنيادی شعار دا دے چې : (( د انسان خوراک د انسان درمل دي او د انسان درمل د انسان خوراک دے )) قدرمن استاد له تېرو څو کلونو راهسې د هېواد دننه د زدکړو د مختلفو مرکزونو په غوښتنه دلچسپی لرونکو ډاکټرانو او ماهرانو (سپېشلسټانو ) ته د خپلې طريقې په ښودلو مشغول ؤ او دے او تر اوسه يې په ډېرو روغتيائی سېمينارونو او علمی غونډو کښې وېناوې کړی دی. هغه همدا اوس د خوراک او سلامتيا په زمينه کښې د يو لړ کتابونو په ليکلو باندې بوخت دے او په عېن حال کښې خپلو څېړنو ته هم دوام ورکوی.

 

بخښنه غواړو چې په اوس وخت کښې د دې وېپاڼې يواځې دا يو مخ په پښتو ترجمه شوے دے او د وېپاڼې باقی ليکنې په فارسۍ ژبه کښې دی. د هغې ورځې په هيله چې د نړۍ ټول خلق د قرآن د حقيقت له سرچينې څخه خړوب شی.

د استاد خدادادی د  اطلاع رسونې (( قرآنی روغتيا )) وېباڼه

 

 
 
 

Copyright © 2004-2007. All rights reserved.